GAMES Catalog
10 Mahjong 2 Player 2048 3d Mahjong Addition Adventure Time Alien Alphabet Animal Apple & Onion Arcade Archery Art B& W Mahjong Barbie Base Defense Baseball Basketball Batman Battleship Beat Em Up Ben 10 Bike Bingo Blackjack Board Games Boat Bowling Boxing Breaker Brick Breaker Bubble Shooter Bugs Bunny Bunnicula Car Card Cartoon Cat Chain Reaction Chess Chhota Bheem Christmas Clarence Classic Clicker Color Coloring Comics Connect 3 Connect the Dots Cooperative Cowboy Craig of the Creek Crash & Bernstein Cricket Cross the Road Crossword Darts Dennis & Gnasher Descendants Destruction Dice Digging Disney Division Dog Dominoes Dora Drawing Dress Up Driving Easter Education Environmental Escape Exclusive Fairly OddParents Fighting Filling Find Differences Fishing Flappy Bird Floogals Flying Food Football Freecell Solitaire Frozen Fungies Funny Gambling Gamer's Guide Geography Geometry Girl Golf Golf Solitaire Grabber Mahjong Grizzy & the Lemmings Gumball Gun Halloween Hand Drawn Health Helicopter Henry Danger Hexjong Hidden Object Hockey Holiday Idle Independence Day Inspector Gadget Isometric Jigsaw Puzzles Jumping Kids Kindergarten Klondike Solitaire Knife Throwing Knight LEGO Logic Looney Tunes Loud House Mahjong Mahjong Connect Mahjong Sequence Mahjong Slide Mahjong Solitaire Mao Mao Master Moley Math Maze Maze Attack Memory Merge Mighty MagiSwords Minesweeper Mobile Motorcycle Movie Mr. Bean Multiplication Muppets Music Neon New Years Ninja Nonograms Numbers Parking Path Making Pattern Penn Zero Phonics Physics Pin Pull Pinball Pirate Pixel Platform Plumber Poker Police Pool Powerpuff Girls Preschool Puzzle Pyramid Solitaire Quiz Racing Ragdoll Reading Regular Show Religious Rotate Puzzle RPG Running Rusty Rivets Sandbox Sanjay & Craig Science Scooby Doo Shooting Simulation Skateboard Slicing Slide Puzzles Slots Smurfs Snake Snow Soccer Sofia the First Sokoban Solitaire Sorting Space Spelling Spider Man Spider Solitaire SpongeBob Sports St Patrick's Day Stacking Star Star Wars Steven Universe Stickman Strategy Subtraction Sudoku Survival Swimming Sword Taffy Tangram Tank Tap Teen Titans Go Tennis Tetris Thanksgiving TMNT Tom & Jerry Tower Mahjong Traffic Management Train Transformers Tripeaks Solitaire Triple Mahjong Truck Tycoon Typing Uncle Grandpa UniKitty Valentine's Day Victor & Valentino Viking Wacky Races Water Watermelon We Bare Bears Wizard of Oz Word Word Search Zombie
گیم کی معلومات
نیا بونس سلاٹ گیم بڑا انعام کیسینو خوش قسمت انعام اسپن روزانہ انعام کے ساتھ کھیلیں بڑا خزانہ جیتیں ٹاپ انعام جیک پاٹ مقبول نئے سلاٹ گیم مشہور ایڈونچر گیم مفت سلاٹ کا تجربہ سلاٹ گیمز مفت سلاٹ مشین آن لائن جوا کیسینو کھیل بہترین سلاٹ گیمز جیک پاٹ جیتیں گیمز ڈاؤن لوڈ کریں موبائل کیسینو گیمز نئی سلاٹ مشین انعامات کے ساتھ کھیلیں سمندری ڈاکو خزانہ گیم

د خارجه وزير شاه محمود قرېشي سېنېټ كښی پالېسي بيان

image

اسلام آباد ۔ 6 جنوری (اے پی پی) د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي د جنرال قاسم سلېمانی د وژنې پېښه جدي معامله ده۔ ټول پاكستان په دې اندېښنه لري ۔ دې سره دا منطقه لا عدم استحكام سره مخ شوې۔ په عراق او سوريه كښې د عدم استحكام امكانات زيات شوي ۔ افغان امن عمل هم ځپلې كېدې شي۔ په اوسنۍ پېښه د پاكستان غبرګون كښې هېڅ ابهام نشته۔ پاكستان د كوم يو اړخيزه ګام ملاتړ نه كوي۔ طاقت كارول د كومې مسئلې حل نه دے۔ دا شخړه دې په سفارتي توګه او د نړيوال قوانين له مخې هواره كړې شي۔ دا منطقه كوم نوې جنګ زغملې نه شي۔ د جنګ به د پاكستان په شمول په ټوله منطقه خطرناك اغېز پرېوزي۔ د پاکستان خاوره به د كوم بل هېواد په ضد اونه كارولې شي۔ پاکستان به كومه سيمه ايزه شخړه كښې برخه نه اخلي۔ د ګل په ورځ د سېنېټ غونډه كښې پالېسي بيان كښې ده ووئيل دا منطقه اوږدې مودې څخه تاؤ تريخوالي او عدم استحكام سره مخ پاتې ده۔ او د دې بنيادي سوب دلته يو شمېر هغه مسئلې دي كومې چې بايد حل كړې شي ولې دې پلو پام لرنه نه ده شوې چې په نتيجه كښې ئې دغه مسئلې زياتې شوي۔ ده ووئيل د دسمبر په 27 مه نېټه د عراق په بېس راكټ بريد كښې يو امريكائي کنټرېکټر وژلې شوې او د امريكائي عملې دوه اهلكار ژوبل شوي وو۔ په 29 دسمبر د امریکائي غبرګون په نتيجه كښې په امريكنيانو د بريد كوؤنكې مليشياﺀ 25 كسان مړه او 25 څخه زيات ژوبل شوي وو۔ دغې څخه وروستو د امريكائي سفارت وړاندې احتجاج وكړې شو۔ ده ووئېل دغې څخه وروستو سږ كال په اولنۍ نېټه امريكې د دې احتجاج ذمه وار ايران او د ايران جنرال قاسم سلېماني د پېښې منصوبه ساز او ماسټر مائنډ وګرځولو۔ ده ووئېل د جنورۍ په 3 مه نېټھ جنرال قاسم د ډرون بريد په نتيجه كښې د عراق ځائي مليشياﺀ دوهم كمانډر ابو مهدي المهندس او نورو 9 كسانو سره ووژلې شو۔ خارجه وزير ووئيل دا صورتحال د اندېښنې وړ دے ۔ پوهان وائي چې د دې پیښې اغېز به په كال 2011ﺀ كښې په اسامه او په كال 2019ﺀ كښې د داعش په مشر ابوبكر البغدادي د ترسره شوي بريد نه زيات سخت وي۔ د امريكائي ډرون بريد نه وروستو عراق او ايران كښې خلق لارو ته راوتي او احتجاج كوي۔ ده ووئېل د ايران حكومت د سلامتي كونسل بېړنۍ غونډه رابللې۔ د خالي په ورځ د قاسم سلېماني د جنازې لمونځ كښې لوئې شمېر كسانو ګډون كولو سره د خپل رد عمل څرګندونه كړې ۔ د اتوار په ورځ د عراق پارلېمان بېړنۍ غونډه وشوه او د عراق پارلمان يو قرارداد منظور كړو چې عراق كښی موجوده غېر ملكي عسكر بايد عراق څخه ا وځي۔ ده ووئېل قرارداد كښې دا هم ووئيلې شؤي چې د عراق خارجه وزير دې ملګرو ملتونو كښې د امريكې بريد په ضد احتجاج ريكارډ وكړي ولې جې دا بريد د ملګرو ملتونو د منشور او قراردادونو په ضد دے۔ شاه محمود قرېشی ووئيل د جنورۍ په 3 مه نېټه پاکستان خپل نكته نظر وړاندې كړو۔ د اتوار په ورځ مو ټولو مهمو خارجه وزيرانو سره تماس ونيولو۔ د ايران خارجه وزير سره مو تفصيلي خبرې وكړې او د هغه نكته نظر مو واورېدو او د پاكستان دريځ څخه مو خبر كړو۔ ده ووئېل د يو اے اي ٬ تركيه او سعودي عربستان خارجه وزيرانو سره مو هم خبرې وكړې۔ چين سره هم رابطه كښې يؤ۔ ده ووئيل د ایران مشر لارښود آیت اللہ خامنہ ای په ښكاره توګه د بدل اخستو وئېلې دي ۔ ټول ايرانې اولس په دې حقله په غم او غصه كښې دے ٬ بلخوا د ايران رد عمل په صورت امريكې د سختې ځوابي كارروائۍ كولو دړكې وركړې چې ورسره د منطقې صورتحال كښې تاؤ تريخوالې لا زيات شوې ۔ ده ووئيل د جنرال قاسم سلېمانی د وژنې پېښه جدي معامله ده۔ ټول پاكستان په دې اندېښنه لري ۔ دې سره دا منطقه لا عدم استحكام سره مخ شوې۔ شاه محمود قرېشي ووئېل په عراق او سوريه كښې د عدم استحكام امكانات زيات شوي ۔ افغان امن عمل هم ځپلې كېدې شي۔ د يمن حوثي ياغيان په سعودي عربستتان بريد كولې شي۔ آبنائے هرمز بندېدې شي چې ورسره به د تېل په رسنه اغېز پرېوزي۔ او دې سره د پاكستان معيشت هم ځپلې كېدې شي۔ ده ووئېل ايران اتومي لوظنامې 2015ء څخه وتلې شي۔ ده ووئيل پاكستان د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې بلها ځاني او مالي قربانۍ وركړي۔ ده ووئيل تېر كال 2019ء د نورو كلونو په مقابل كښې د امن په اعتبار سره ډېر ښه پاتې شوې۔ ده ووئيل د اسلامي مرستې تنظيم وړاندې څخه يو والې نه لري۔ خارجه وزير ووئيل مونږ د او آئی سی يو والي له هڅې كوو دغسې چې د كشمير په مسئله د هند په ضد د او آئي سي فورم څخه اثر لرونكې غږ پورته كړې شي ولې چې هند په هره معامله تل د پاكستان مخالفت كړې ۔ شاه محمود قرېشي ووئيل په ختيزه پوله زمونږ اندېښنه زياته شوې او هند فالس فلېګ آپرېشنل كولې شي۔ ده ووئيل په اوسنۍ پېښه د پاكستان دريځ ښكاره دے۔ پاكستان دا ګڼي چې په موجوده صورتحال كښې كه داسې كوم غبرګون رامخې ته شي چې ورسره د منطقې امن او استحكام ځپلې كېږي نو دا به د پاكستان په ګټه نه وي ولې چې دا ډول پېښې قامي اقتصادي ايجنډې ته زمونږ په پام اغېز پرېباسي۔ ده ووئيل پاكستان د كوم يو اړخيزه ګام ملاتړ نه كوي۔ طاقت د كومې مسئلې حل نه دے۔ ده ووئيل پاكستان د ملګرو ملتونو په منشور كښې د خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا په حقله د واضحه شوو اصولو خيال ساتلو ته تر ټولو اول پام لرنه كوي۔ ده ووئېل په موجوده ضورتحال كښې بايد ټولو فريق د صبر او زغم څرګندونه وكړي۔ د ايران د خفګان اندازه ده ولې مونږ دا خبره په ډاګه كول غواړو چې داسې كوم ګام دې پورته نه كړې شي چې ورسه تاؤ تريخوالې زيات شي۔ ده ووئېل دا معامله بايد په سفارتي توګه او د نړيوالو قوانين ترمخه حل كړې شي۔ دا منطقه نوې جنګ زغملې نه شي۔ ده ووئيل د اړوندو فريقو ترمينځھ د غلط فهمو لرې كولو له به خپل كردار ترسره كوو۔ خارجه وزير ووئيل په موجوده صورتحال كښې به نړيوالې ورورولۍ ٬ ملګرو او د ملګرو ملګرو ملتونو عمومي سېكتر له خپل كردار ترسره كول وي۔ ده ووئيل پاكستان په دې صورتحال ژور نظر لري۔ خارجه دفتر كښې مانيټرنګ له خصوصي ټاسك فورس جوړ كړې شوې ۔ ده ووئيل پاكستان ټولو اسلامي هېوادونو سره اړيكې مهمې ګڼي۔ په موجوده صورتحال كښې به د ذمه وارۍ ثبوت وركوو۔ پاكستانې قام او پوځ غافل نه دے۔ ده ووئيل د كشمير په مسئله د يو والي په څرګندونه كولو ايوان كښې د موجوده ټولو سياسي ګوندونو مننه كوم او هيله ده چې روانه وضعه كښې به هم ټول قام د هېواد په ګته د ذمه وارۍ څرګندونه وكړي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کی موبائل ایپ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں